افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

ځوان لوبغاړی نوراحمد هم په بیګ باش لیګ کې واخیستل شو

د افغانستان د ۱۹ کلنې کرکټ ملې لوبډلې ځوان لوبغاړی نوراحمد لکڼوال د اسټرالیا په کورنیو تجارتي سیالیو کې د  ميلبورن لوبډلې له ځان سره واخیست.

د اسټراليا ليګ کې سږکال هره لوبډله اجازه لري چې په هره لوبه کې ۳ بهرني لوبغاړي ولوبوي نوځکه ميلبورن لوبډلې ۳ بهرني لوبغاړي د ځان سره اخيستي.

د ميلبورن لوبډلې سره سږکال د محمد نبي په ګډون عمران طاهر او نور احمد هم لوبېږي.

د ملیبورن لوبډلې پر خپل رسمي ټویټر پاڼي د نوراحمد اخیستل تائید کړي او ښه راغلاست یې ورته ویلي، او ويلي يې دي چې بې صبرانه انتظار ورته کوو.

نور احمد لکڼوال کيڼ لاسی چينامين توپ اچوونکی دی،چې د کورنيو لېګونو ترڅنګ په ۱۹ کلونو نړيوال جام کې هم لوبېدلی.

تر دې مخکې په دې لوبو کې دوه نور افغان لوبغاړي محمد نبی او راشدخان هم اخیستل شوې.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل د اسټرالیا په کورنیو تجارتي سیالیو کې د لوبېدو په موخه څو ورځې مخکې یوځلې بیا د میلبورن رینیګیډز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ.

میلبورن لوبډلې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د دې خبر تایید کړی او افغان لوبغاړي نبي عیسی خېل ته یې د یوه پوسټ له لاري بیا ښه راغلاست ویلی.

راشدخان ارمان هم د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې یوځلې بیا د خپلې پخوانۍ لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې سره د لوبېدو په موخه تړون لاسلیک کړ.

د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې ګډونوالې لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز پر خپلې ټویټرپاڼې له راشدخان څخه مننه کړې، چې یوځلې بیا یې تړون ورسره لاسلیک کړ.

دې لوبډلې ویلې، د ویاړ خبره ده، چې د نړۍ غوره توپ‌اچونکی ورسره لوبیږي.

افغان توپ‌اچونکي راشدخان ارمان هم له دې تړونه خوښي ښوودلې او ویلې یې، چې ددې لوبډلې ټول لوبغاړي ورته د یوې کورنۍ د غړو په شان ښکاري.

راشدخان ارمان د اسټرالیا بیګ باش لیګ کې د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې له‌پاره تر دې دمه ۴۰ لوبې ترسره کړې او ۵۶ ویکټې یې اخیستې دي.

د ویک پیډیا د معلوماتو له مخې د اسټرالیا بیګ باش لیګ به د ډیسمبر میاشتې په درېیمه نېټه پيل شي او د راتلونکې ۲۰۲۱م د فیبرورۍ میاشتې تر شپږمې نېټې پورې به دوام وکړې.

خو د دې لیګ مهالوېش لا تراوسه نه دی خپوری شوی او ریپوټونه وايي، ممکن د دې لیګ د پيل په نېټه کې تغیرات راشي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې