دلوبغاړو په اړهلیګونه

په روان آی پي ایل کې د راشد خان کارګردګۍ ته کتنه

د هند سوداګریزې کریکټ لوبې چې دوام لري او نن ماښام به یې ( ۴۹ مه لوبه ) د چینای سوپر کېنګز او کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، مګر د هند ستر سوداګرېز کریکټ لیګ په دې پړاو کې چینای سوپر کېنګز د ای پي ایل لومړنۍ لوبډله (فرنچایز) ده چې دغو سیالیو څخه بهر شوې ده او له مخکې تګ څخه پاتې شوې ده. 

مونږ د《افغان کرېکنفو》په دې ځانګړې مقاله کې د افغان لوبغاړي او سوکه ليګ بریک توپ اچوونکي راشد خان کارګردکۍ او د هغه لاسته راوړنو ته کتنه کړې ده، چې هغه سږ کال په دې لیګ کې کومې لاسته راوړنې خپلې کړې دي؟ نو زمونږ دا ځانګړې مقاله تر پایه پورې ولولئ او ځواب ترلاسه کړئ. 

آی پي ایل او د راشد خان لوبې: 

راشد خان ارمان سږ کال د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لپاره تر ټولو غوره او اقتصادي توپ اچونه ترسره کړې ده، چې د نوموړي په څېر ورته غوره او اقتصادي توپ اچونه کوم بل بالر د خپلې لوبډلې په ګټه نه ده ترسره کړې. 

دا چې سنراېزر حېدراباد لوبډلې د آی پي ایل سیالیو په روان ۱۳ م پړاو کې ۱۱ لوبې ترسره کړې دي، نو په یادو ټولو ۱۱ واړو لوبو کې ور سره افغان سوکه توپ اچوونکی راشد خان ارمان هم د لوبډلې برخه وه.  هغه په دې فصل کې تر دې دمه پورې ټولټال ۴۸ اورنه ترسره کړې دي چې د ۴۸ اورنو پر بنسټ یې ۲۴۰ منډي ورکړې دي او په بدل کې یې ۱۷ توپ وهوونکي هم سوځولې دي.  

د یادونې وړ ده چې د هغه د ایکانومۍ ریټ په روانو آی پي ایل سیالیو کې 5.00  دی. تمه ده چې خان به په راتلوونکو سیالیو کې هم ښه وځلېږي او لوبډله یې هم د مخکې تګ چانس لري خو مګر که یوه لوبه یې هم وبایلله نو بیا یې د مخکې تګ هیلې په اوبو لاهو کېدلی شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې