دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ورینډر سهواګ : که هغه ناروغ دی نو په لوبغالي کې څه کوي؟

د هندي پخوانیو لوبغاړو غبرګونونه د روهیت شرما په نه اخیستو ورینډر سهواګ ویلي،، که روهیت شرما ناروغ دی نو په لوبغالي کې څه کوي؟

دا پوښتنه وروسته له هغې راپورته کیږي کله چې هندوستان کرکټ بورډ د بي سي سي آی سره په ګډه د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پروړاندې د شل اوریزو پنځوس اوریزو او ټیسټ لوبو لپاره پرته له روهیت شرما لوبډله اعلان کړه، سهواګ له کریک بز سره په مرکه کې ویلي،،

دا زما لپاره د حیرانتیا خبره ده چې څنګه د دومره اوږد سفر لپاره مخکې ترمخکې پرېکړه کیږي، که روهیت ناروغ وي نو باید روغتون ته لاړ شي هغه په میدان کې څه کوي،او د دې ترڅنګ باید د ممبي مالکان د رسنیو سره د هغې د ناروغتیا په اړه نظر شریک کړي، دا هیڅ د منلو وړ نده ده چې انتخاب کوونکې دي دومره دمخه د روهیت په اړه داسي قضاوت وکړي، زه له تراوسه د هغه په اړه سم نه یم پوه چې هغه په حقیقت کې مریض دی او کنه؟

له سهواګ وړاندې بل هندي پخواني لوبغاړي هم پر انتخاب کوونکې کميټې سخت شکایتونه وکړل او ویلي و چې د استرالیا پر وړاندې لوبیدونکې لوبډله د رانجي ټرافي سیالیو څخه نده غوره شوی بلکی ټول لوبغاړي د آی پي ایل لیګ څخه انتخاب شوې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې