لیګونه

ممبی لوبډله نه غواړی د جدول لومړی مقام بلی لوبډلې ته ورکړی

د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې تیر ماښام ممبی انډينز لوبډله د رویال چلنجر بنګلور لوبډلې پر وړاندي د میدان ډکر ته کښته شوه، چې د ممبی لوبډلې د ۵ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

د پرونۍ لوبې پچه ممبی لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچوونی پریکړه وکړه.

بنګلور لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۴ منډي وکړې او د بنګلور لوبډلې ته یې د ۱۶۵ منډو هدف په مخ کې کښېښود.

د بنګلور لپاره په توپوهنه کې ډیوبټ پاډيکال ۷۴، جوش فلیف ۳۳ او ډيویلرز بیا ۱۵ ډیري منډي جوړی کړې.

بل لور ته په توپ اچونه کې د ممبی لوبډلې ته جسپریټ بومرا ۳، لوبډلمشر کیرن پولارډ او ټرینټ بولټ یوه-یوه ویکټه واخیسته.

کله چې ممبی لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه دې لوبډلې ښه پیل وکړ او وتوانېده، چې د بنګلور لوبډلې له لوری ورکړل شوې د ۱۶۵ منډو هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې په ۱۹،۱ اور کې پوره کې او د بنګلور لوبډلې ته ۵ ویکټو ماتې ورکړي.

د ممبی لوبډلې ته سوریا کومار یادو ښه توپوهنه ترسره کړه هغه په ۴۳ توپونو باندي ۷۹ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د دې ترڅنګ ایشانټ کیشن ۲۵ او کویټن ډيکاک بیا ۱۸ منډي ترسره کړې.

محمد سیراج او یوزیندرا چاهال د بنګلور لوبډلې ته دوه-دوه او کریس موریس یو لوبغاړی وسوځول.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی د ممبی لوبډلې څخه سوریا کومار یادو وټاکل شو، چې د خپلي لوبډلې په ګټه یې ۷۹ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې.

په دې بریا سره اوس ممبی لوبډله د ۱۶ نمرو په درلودلو سره د جدول په سر کې شتون لري.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې