نړیوال کریکټ

زیمبابوی د پاکستان پر وړاندي سبا لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي

ټاکل شوې د پاکستان او زیمبابوی کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د دریېو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه یې لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه سبا جمعه ترسره شی.

یاده لوبه د پاکستان په راولپنډي ښار غرمه ۱۱ نیمي بجی پېلیږي.

د دې لوبې لپاره د پاکستان کرکټ بورډ خپله ۱۵ کسیزه لوبډله هم اعلان کړه.

د پاکستان لوبډله:

بابر اعظم لوبډلمشر، امام الحق، عابد علي،فخرزمان، حارث سوهیل، محمدرضوان، افتخار احمد، خوشدیل شاه، فهیم اشرف، عماد وسیم، عثمان قادر، وهاب ریاض، شاهین شاه افریدی، حارث روف، او موسی خان شامل دي.
ددې دوو لوبډلو ترمنځ به دوهمه یو ورځنۍ لوبه د نومبر میاشتې په لومړۍ نیټه او دریېمه یو رځنۍ لوبه به بیا د همدې میاشتې په ۳مه نیټه ترسره شی.

له هغه وروسته به بیاد د شل اوریزه لوبو لوبلړۍ پیل شی، لومړۍ شل ارویزه لوبه د نومبر میاشتې په اوومه دوهمه شل اوریزه لوبه په اتمه او دریېمه شل اوریزه لوبه بیا د نومبر میاشتې په ۱۰مه نیټه ترسره کیږي.

یادې لوبې د پاکستان په کوربتوب ترسره کیږي او دا ټولې سیالۍ به د پاکستان په راولپنډي ښار کې ترسره شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې