افغانستان کریکټلیګونهنړیوال کریکټ

راشد خان په راونو ای پي ال سیالیو کې څنګه توپ اچونه ترسره کړې؟ دلته یې ولولئ

راشد خان په اوسني وخت کې په ای پي ایل سیالیو کې مخکښ سلو توپ اچوونکی حسابیږي نوموړي تر اوسه په ترسره کړو ۱۲ سیالیو کې ۲۸۸ توپونه ترسره کړي چې یواځې ۲۴۰ منډې یې ورکړي دي او د ۱۷ ویکټو په ترلاسه کولو سره یې په جدول کې دریم ځای خپل کړی دی، نوموړي په خپله لومړنۍ سیالۍ کې په ټاکلو څلورو اورنو کې ۳۱ منډې ورکړې وې خو کومه ویکټه یې نه وه ترلاسه کړې، تیره شپه یې د سنرایز حیدراباد لپاره په خپله دولسمه ۱۲ لوبه کې په څلورو اورونو کې یواځې ۷ منډې ورکړې او درې مهم لوبغاړي یې وسوځول.


شیمرن هیټمایر، اکسر پټیل او اجینکا ریحاني هغه درې لوبغاړي و چې په دولسمه لوبه کې وسوځول او د ای
پي ایل د سیالیو غوره توپ اچوونکی حساب شو.
له ده مخکې تیز توپ اچوونکي اشیش نهرا په ۲۰۰۹ ای پي ایل سیالیو کې په څلورو اورونو کې ۶ منډې ورکړې وې او یواځې یوه ویکټه یې ترلاسه کړې وه.

ریحان الله ممتاز

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې