دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د کورني کرکټ مخکښ لوبغاړي کیمرون ګرین ته په لومړي ځل د هندوستان پروړاندې په استرالیا لوبډله کې چانس ورکول کیږي

په پام کې ده چې هندوستان او استرالیا کرکټ ملي لوبډلې د استرالیا په کوربتوب د راتلونکې نومبر میاشې په ۲۷ نيټه د پنځوس اوریزو لوبو پیل وکړي.

دې لوبو ته هندوستان کرکټ بورډ خپله لوبډله دوه ورځي مخکې اعلان کړی وه.چې نن رسماً استرالیا کرکټ بورډ د ځوان ۲۱ کلن کیمرون ګرین په شتون کې د پنځوس اوریزو او شل اوریزو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه.

د استرالیا په لوبډله کې ایروین فینچ لوبډلمشر، سین ایبیټ، اشټن اګر، الیکس کیري، پټ کومینز، کيمرون ګرین، جوش هزلیوډ، موسیس هینریکس، مارنوس لبوسشین، ګلین مکسویل، دانیل سامز، کین ريچارډسن، سټیوین سمیت، میچل سټارک، مارکوس سټونیس، متیو وایډ، ډیویډ وارنر، او ادم زمپا شامل لوبغاړي دي.

د یادولو ده چې کیمرون ګرین ۲۱ کاله عمر لري او د لومړي ځل لپاره د هندوستان پروړاندې ورته چانس ورکول شوی، د کرکټ ډېری مبصرین هغه د پخواني ریکي پونټینګ وروسته هغه لوبغاړی ګڼي چې د ده ځای به ونیسي او په اوسنیو حالاتو کې د غوره توپ وهنې ترڅنګ بهترینه توپ اچونکی هم دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې