دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د شکیب الحسن بندیز پای ته رسیدونکی دی

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې نوموتی الراونډر شکیب الحسن بیرته نړیوال کرکټ ته په لنډو وختونو کې راستنیږي، شکیب یوکال مخکې د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا د یوکلن بندیز سره مخ شو او له هغه وروسته یې د فوټبال لوبه شروع کړه دوخت په تیریدو سره نوموړي درې میاشې مخکې په یوي شخصي اکاډومۍ کې د ماشومانو د روزنې او د کرکټ د بیا پیل ګام کیښود.

د نوموړي د بندیز نيټه نن د اکټوبر په ۲۹ نيټه پای ته ورسید، د هغې د ماشومتوب روزونکې محمد صلاح الدین ویلي، شکیب به ډېر زر راستون شي او د راتګ به اوږد وخت ته اړتیا ونلري، د دې ترڅنګ مشر روزونکې رسل ډومینګو، او د دې بورډ سلیکټر منهاجول عابدین ویلي، مونږ خوښ یو چې د شکیب الحسن پڅير یو بهترینه لوبغاړی بیا لوبډلې ته راستنیږي، خو مونږ سره یوه اندایښنه دا ده چې د هغه فیټنیس لاهم جوړ نه لیدل کیږي، هغه باید خپل راتګ له کورني کرکټ څخه وکړي ځکه نوموړی ډېر وخت له لوبډلې لري پاتي و،،

د یادولو ده چې شکیب الحسن د نړۍ د غوره الراونډرانو په قطار کې ځای لري او نوموړی یوکال وړاندې پر دې اساس د آی سي سي لخوا بینډ شو چې د پټو معلوماتو خبر یې کرکټ بورډ ته نه و ورکړی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې