دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د ای پي ایل سیالیو په تاریخ کې تر ټولو زیاتي شپږیزې ویسټ انډیزي کریس ګیل وهلي

کریس ګیل چې په نړۍ کې هم د لوړو او غټو شپږیزو په وهلو سره مشهور دی ای پي ایل کې هم دا ویاړ دخپل ځان کړی، کرس ګیل دا مهال په ۱۳ پړاو آی پي ایل سیالیو کې له کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره لوبیږي،

نوموړي د ټول ای پي ایل سیالیو په تاریخ کې تر نورو لوبغاړو زیاتې شپږیزې وهلي دي هغه په ۱۳۰ سیالیو پوره ۳۴۱ شپږیزې وهلي چې تر نورو توپ وهونکو ډیر مخکې دی،له ده وروسته بیا ای بي ډیویلرز د ۲۳۱ شپږیزو په وهلو سره دویم ځای لري.


د هندوستان ملي لوبډلې پخوانی لوبډل مشر ام ایس ډهوني هم ددې جدول په دریم مقام کې دی نوموړي په دې سیالیو کې ۲۱۶ شپږیزې تر لاسه کړي او په ای پي ایل کې د ممبیي لوبډلې کپټان روهیت شرما بیا د ۲۰۹ شپږیزو په درلودلو سره څلورم ځای لري؛ خو په ای پي ال سیالیو کې د زیاتو منډو ترسره کوونکي لوبغاړي ویرات کوهلي بیا تر دې مهاله ټولې ۲۰۰ شپږیزې وهلې چې پنځم ځای لري
د کرن فولاډ، سوریش راینا، ډیویډ وارنر او شن واټسن نومونه هم د زیاتو شپږیزو وهونکو لوبغاړو په لیست کې په ترتیب سره راغلي.

ریحان الله ممتاز

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې