افغانستان کریکټ

کاروان اکاډمي لوبډلې پایلوبې ته لاره پیداکړه

له افغانستان کرکټ بورډ سره د ثبت روزنځایونو ( اکاډمیو ) ترمنځ د پیل شویو سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې کاروان اکاډمي لوبډلې زرملوال اکاډمي ته د دوه ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره ومونده.

د لوبې پچه زرملوال کرکټ اکاډمي لوبډلې وګټله او لومړی د توپوهنی پریکړه وکړه.

دې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۳ منډي وکړې او د کاروان لوبډلې ته یې د ۱۵۴ منډو هدف وټاکی.

د زرملوال اکاډمي لپاره په توپوهنه کې عمران خان ۵۳، عارف ۴۱ او فیصل خان ۲۷ منډې تر سره کړې.

د کاروان اکاډمي ته په توپ اچونه کې زبیر او الله محمد دوه ـ دوه او حسین یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د دوهمې په له پیل سره سم  کاروان اکاډمي د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړه او دلوبې په ۱۹،۳ اور کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف پوره او بریا یې خپله کړه.

کاروان اکاډمي ته په توپوهنه کې فیصل خان ۶۷، حمیدالله ۱۹ او الله محمد ۱۷ منډې ترسره کړې.

د زرملوال اکاډمي ته په توپ اچوونه کې رحمت الله دوه، شاهد الله، بابر، عمران او احمد شاه یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د کاروان کرکټ اکاډمي لوبډلې توپوهونکی فیصل چې د ۶۷ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې