دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

هغه لوبغاړي چې تراوسه یې په آی پي ایل سیالیو کې ډیر میډن اورونه تر سره کړي

د هندوستان په مشهور ای پي ایل لیګ کې د لس غوره توپ اچونکو په قطار کې یوازې دوه سلو توپ اچوونکي ځای لري دا چې څوک دي دلته یې ولولئ په شل اوریزو سیالیو کې د ښې توپ اچونې لپاره باید توپ اچوونکی هر وخت کمې منډ ورکړي او ښه توپ اچونه وکړي، ځکه د لوبې په پیل کې توپ وهوونکي غواړي ښه اننګز ولوبي او تر یو ځایه لوبه مخ ته یوسي نو دلته توپ اچونکی باید کوشش وکړي چې کمې منډې ورکړي او ډاټ بالونه وکړي ځکه دې لوبو کې ډاټ بالونه تر سره کول د طلاو په څیر قیمتي تمامیږي

د هندوستانiplسیالیو کې ډیر مشهور او قوي لوبغاړي لوبیږي نو هغه توپ اچوونکي تر نورو مخکښ دي چې اقتصادي توپ اچونه کوي او میډن اورونه تر سره کوي چې داسې لوبغاړي په دغو سیالیو کې ډیر کم لیدل کیږي.
په ipl سیالیو کې میډن اورونه تر ډیر د لوبو په پیل کې ترسره کیږی ځکه توپ وهونکي کوشش کوي چې تر یو وخته په لوبه کې پاتې شي همدا علت دی چې تر ډیره تیز توپ اچوونکي په دغو سیالیو کې میډن اورونه ترسره کوي
ددغو سیالیو په اوسني غوره توپ اچوونکو کې پروین کمار ، عرفان پټان ، او ډوال کلکرني درې مخکښ هندي لوبغاړي
دي چې په آی پي ایل سیالیو کې راج کوي


چې ددې دریو له جملې دوه یې تقاعد شوي او یو یې اوس هم د ممبي انډینز سره سکواډ کې موجود دی څلورم پوزیشن د سریلانکا تېز بالر ، لاسیت ملینګا او سنډیپ شرما په 5 مقام کې ځای لري. په 10 غوره توپ اچوونکو کې دلته یوازې 2 سپنران دي او هغه دواړه هم له هندوستان څخه دي
یو یې د هر وخت حساس لیګ سپېنر امیت میشرا او بل یې ښي لاسی او حیرانوونکی سپېنر هربجن سینګ دی هندوستان همیشه د ډیر وخت لپاره عالي سلو توپ اچوونکي تولید کړي لاندې هغه لوبغاړي دي چې ډېر میډن اورنه یې ترسره کړي دي.
پروین کمار ګجرات لاینز ۱۴
عرفان پټان ګجرات لاینز ۱۰
ډوال کلکرني ممبي انډینز ۸
لاسیت ملینګا ممبي انډینز ۸
سندیپ شرما سنرایز حیدراباد ۸
بونیشور کمار سنرایز حیدراباد ۸
ډیل سټین بنګلور لوبډله ۷
امیت میشرا ډهلي لوبډله ۶
هربجن سینګ چینای سوپر کینګ ۶
ډیپک چاهال چینای سوپر کینګ ۵
ریحان الله ممتاز

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې