لیګونه

سوراب ګنګولی: IPL لیګ تر ټولو غوره لیګ دي

د هندوستان د کرکټ بورډ مشر سوراب ګنګولی وایې د هند غوره لیګ په ټولو لیګونه کې غوره دي او پیاوړی لوبغاړي پکې لوبیږي.

یاد لیګ چې زیات مینوال لري د ټولو ټورنمنټونو په سر کې شتون لري او دې لیګ په ټولو لیګونو کې د زیاتو لیدونکو په خاطر لومړی مقام ترلاسه کړ.

آی پی ایل سیالیو د پیل اونۍ ۲۶۹ ملیونه خلګو ننداره کړې، د دې ترڅنګ په هره لوبه کې تر ۱۱ ملیونو زیات مینوالو د تلویزیون له لاري ننداره کړې.

دا لیګ ټاکل شوې وو چې په مارچ میاشت کې پیل شوې وای خو د کرونا ویروس له امله تر نامعلومي نيټي پوري وځنډول شو.

وروسته د هندوستان د کرکټ بورډ مشر سوراب ګنګولی دا پریکړه وکړه، چې دا لیګ د هندوستان پر ځاي په متحده عربی اماراتو کې ترسره کړي.

آی پی ایل لوبې چې د تیري ډیسمبر میاشتې په ۲۶مه نیټه پیل شوې د نومبر تر ۱۰مې نیټي پوري دوام کوي.

په روانو سیالیو کې تر دې دمه پوري ممبی لوبډله د ۱۴ نمرو په درلودلو سره د جدول په سر کې ده، د دې ترڅنګ په دوهم ځای کې بیا د بنګلور لوبډله ده هغه هم ۱۴ نمری د ځان سره لري او په دريېم ځای کې د ډهلی لوبډله ده چې هغه هم ۱۴ نمری د ځان سره لري.

په دې لیګ کې هر کال اته قوي لوبډلې سنرایزر حیدراباد، ممبی انډینز،  کلکته نایټرایډرز، ډهلی کپټلز، چینای سوپر کنګز، راجیستان رویال، رویال چلنجر بنګلور او کنګز الیون پنجاب لوبډله.

دا هغه اته لوبډلې دي چې هر کال یو د بل پروړاندي دوه-دوه ځلي مخامخ کیږي.

د افغان لوبغاړو څخه په دې لیګ کې محمد نبي، راشدخان او مجیب په لوبډلو کې لوبېږي.

راشد او  نبي د حیدراباد لوبډلې سره او مجیب بیا د پنجاب لوبډلې په ګټه لوبېږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې