افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونه

راشد خان په روان ای پي ایل سیالیو کې دریم توپ اچونکی دی چې زیاتې ویکټې یې اخستي دي

روان ۲۰۲۰ ای پي ایل سیالیو کې افغان لوبغاړی راشد خان دریم هغه لوبغاړی دی چې زیاتې ویکټې یې اخستي دي،نوموړی له سنرایز حیدراباد لوبډلې سره لوبیږي او ترډیره په روانو ای پي ایل سیالیو کې ښه ثابت شوی دی، راشد خان تر دامهال په دغو سیالیو کې تر ډیره اقتصادې توپ اچونه ترسره کړې او همدا علت دی چې د زیاتو ویکټ اخستونکو لوبغاړو په قطار کې دریم ځای لري


نوموړي په ۱۲ سیالیو کې ۱۷ ویکټې ترلاسه کړي له ده مخکې بیا په لومړي مقام کې د سویلې افریقا لوبغاړی او په ای پي ایل کې د ډهلي لوبډلې توپ اچوونکی کاګیسو رباډا دی چې په ۱۲ سیالیو کې یې ۲۳ ویکټې ترلاسه کړي
دوهم مقام کې بیا هندی محمد شمي دی چې په ۱۲ سیالیو کې یې ۲۰ ویکټې اخستې دي


همدار راز څلورو مقام بیا د تیز توپ اچوونکي جوفرا ارچر سره دی هغه هم په ۱۲ سیالیو کې ۱۷ ویکټې اخستي دي،جسفریټ بومرا، یوزیندرا چاحال، ټرینډ بولټ بیا په ترتیب سره هغه لوبغاړي دي چې په پینځم، شپږم او اوم مقام کې ځای لري


د ای پي ایل کرکټ لیګ د نړۍ د مشهورو لیګونو له جملې څخه دی چې د نړۍ مشهور او غوره لوبغاړي په کې لوبیږي.
ریحان الله ممتاز

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې