دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د روهیت شرما په نشتون کې نن ممبي لوبډله د خپل سرسخت سیال بنګلور پروړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي

د هندوستان په سوداګریز لیګ کې نن ماښام شپږ نیمې بجې رایل چلینجرز بنګلور لوبډله د ممبي انډینز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

روهیت چې د ممبي لپاره یې څو ځله د اتلولۍ جامونه ترلاسه کړي دي په تیره او ننۍ لوبه کې به ونه لیدل شي نوموړي د خپل ځان پرځای ویسټ انډيزی لوبغاړی کیرون پولارډ لوبډلمشر کړی دی.

روهیت شرما د ټپونو له وجې نشي کولای په روانو لوبو کې ولوبیږي د وروستیو معلوماتو له مخې امکان شته چې په دوهم پړاو سیالیو کې روهیت بیرته خپلې لوبډلې ته راستون شي.

روهیت شرما نه په شل اوریزو، نه په پنځوس اوریزو، اونه هم په ټيسټ لوبو کې د استرالیا پروړاندې غوره شوی، دیادولو ده چې دواړه لوبډلې تراوسه په ښه مقامونو کې د آی پي ایل سیالیو په جدول کې ځای لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې