دلوبغاړو په اړه

د روهیت شرما نه لوبول او پر BCCI باندي د هندي مینوالو نیوکی

هندوستان کرکټ بورډ څو ورځي وړاندي د اسټرالیا پر وړاندي د ټیسټ او شل اوریزه لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړی، چې پکښی مرستیال لوبډلمشر روهیت شرما شتون نه درلود.

له دې پریکړي وروسته د هندي مینوالو غبروګونونه راپورته سوه او په دې پریکړه یې د هند کرکټ بورډ او د هند لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلی په لاس لرلو تورن کړه.

روهیت شرما په روان آی پی ایل سیالیو کې په یوه لوبه کې د پنجاب پروړاندي سخت ټپي شو او وروسته د ډاکټرانو له لوري ورته د استراحت فیصله ورکړل شوه.

د روهیت شرما د نه ټاکل کېدو وروسته ممبی لوبډلې پر خپل رسمي ټویټر پاڼي باندي د یاد لوبغاړی انځورونه خپاره کړي، چې هغه په تمرینونو بوخت دي.

داسی اټکل کیږي چې هغه به د ممبی لوبډلې لپاره په راتلونکې لوبې کې لوبه ترسره کړي.

د دې ترڅنګ تازه روهیت شرما پر خپل ټویټر پاڼي د خپلي مرمني او لور سره دوه انځورونه خپاره کړي، چې په متحده عربی اماراتو کې په یوه ساحل کې په میله وتلی.

په ټیسټ لوبو کې د روهیت شرما پر ځای اجېنکیا رهانی مرستیال لوبډلمشر دي او په شل اوریزه لوبو کې بیا د روهیت شرما پر ځای کی اېل راهول مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوې.

د هندوستان ټېسټ لوبډله

ویرات کولي لوبډلمشر، اجېنکیا رهانی مرستیال لوبډلمشر، میانک اګروال، پرېتوي شاو، کی اېل راهول، چېټېشور پوجارا، هنوم وېهاري، شوبمن ګېل، ریډيمن ساحا، رېشاب پنټ، جسپرېت بومرا، محمد شمي، امېش یداف، نافدیپ سیني، کلډیپ یداف، روېندرا جدیجا، ریوي چندران اشوېن او محمد سراج.

د یو ورځنیو لوبو سکواډ

ویرات کولي لوبډلمشر، کی اېل راهول مرستیال لوبډلمشر، شېکردوان، شوبمن ګېل، شېریاس ایر، منېش پانډی، هارډېک پانډیا، میانک اګروال، جدیجا، چهل، کلډیپ یداف، جسپرېټ بومرا، محمد شمیي، نافدیپ سیني او شاردول تاکور.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې