دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د آی پي ایل سیالیو په تاریخ کې تر ټول زیاتې منډې هندي لوبغاړي ویرات کوهلي او تر ټولو کمې بیا هم هندي پایش چاولا تر سره کړي

د هندوستان مشهورې ipl سیالۍ چې د نړۍ د کرکټ تر ټولو مستې او ښې سیالۍ بلل کیږي او د نړۍ مشهور کرکټران په کې لوبې ترسره کوي له پیله تراوسه په کې هندي لوبغاړي او په ipl کې د RCB لوبډلې کپټان ویرات کوهلي تر ټولو ډیرې منډې ترسره کړي دي ویرات کوهلي چې د هند کرکټ ملي لوبډلې کپټان هم دی په ipl سیالیو کې د توپوهونکو په کتار کې لومړۍ مقام لري نوموړي ټول ipl

سیالیو په تاریخ کې په 188لوبو کې د 5 سلیزو پر مټ 5827 منډې ترسره کړي چې تر نورو مخکښ دی
دوهم قدم کې بیا هندی سوریش راینا دی چې په 193 میچونو کې یې 5368 منډې جوړې کړي.
دریم ځای بیا د هندۍ لوبډلې مشهور لوبغاړي روهیت شرما سره دی هغه په 192 سیالیو کې 5158 او څلورم ځای بیا د اسټرلیایي ډیوډ وارنر سره دی نوموړي په 138 سیالیو کې 5142 منډې جوړي کړي


شکر دهوان، ای بي ډیویلرز، کریس ګیل، ام اس ډهوني، روبین او ګواتم ګمبیر په ترتیب سره پینځم، شپږم، اوم، اتم، نهم او لس ځای لري
او تر ټولو وروستی چې په سلم مقام کې ځای لري هغه بیا هنډی پایش چاولا دی چې په 81 میچونو کې یې 584 منډې جوړې کړي دی

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې