دلوبغاړو په اړه

ډیویډ وارنر نن ۳۴ کلن شو!

د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې او په آی پی ایل سیالیو کې د حیدراباد لوبډلې لوبډلمشر او تیز توپوهونکی ډیویډ وارنر نن د اکټوبر میاشتې په ۲۷مه نیټه ۳۴ کلن شو.

هغه له نن څخه ۳۴ کال مخکې په ۱۹۸۶م کال کې د اسټرالیا په نیو سوت والیس ولایت کې زېږیدلی.

وارنر چپ لاستی پیلز لوبغاړي دي او هر وخت په خپلي ملې لوبډلې او په آی پی ایل سیالیو کې ښه توپوهنه ترسره کوي.

یاد لوبغاړي تر دې دمه پوري ۸۴ ټیسټ، ۱۲۶ یو ورځنۍ او ۲۹۳ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي.

وارنر په ۸۴ ټیسټ لوبو کې ۷۲۴۴ منډي کړي دي، په یوه لوبه کې یې ښه توپوهنه د ۳۵۵ ناسوځېدلو منډو ده، چې په دې کې ۲۴ سلیزي او ۳۰ بیا پنځوسیزي شاملي دي.

د دې ترڅنګ یې په ۱۲۶ یو ورځنیو لوبو کې ۵۳۰۳ منډي کړي، چې په یوه لوبه کې یې ډيري منډي ۱۷۹ دي، په دې کې ۱۸ سلیزي او ۲۱ بیا پنځوسیزي وهلي دي.

او په ۲۹۳ شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۹۶۴۶ منډي کړي، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپوهنه د ۱۳۵ ناسوځېدلو منډو ده، چې په دې کې یې ۸ سلیزي او ۷۸ یې بیا پنځوسیزي وهلي دي.

۳۴ کلن ډیویډ وارنر خپله لومړۍ ټیسټ لوبه د اسټرالیا لوبډلې لپاره په ۲۰۱۱م کال کې د نیوزلینډ ملې لوبډلې پر وړاندي ترسره کړه.

د دې ترڅنک یې بیا لومړۍ یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۰۹م کال کې د سویلي افریقا کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندي ترسره کړه او یاد لوبغاړي خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه په ۲۰۰۹م کال کې د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندي ترسره کړه.

وارنر په ۲۰۲۰م کال آی پی ایل سیالیو کې په ۱۱ لوبو کې ۳۷۰ منډي کړي دي، چې په یوه لوبه کې یې ښه منډي ۶۰ دي.

یاد لوبغاړی تر دې دمه پوري ۲ پنځوسیزي وهلی دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې