دلوبغاړو په اړه

سکندر رضا له پاکستاني بابر اعظم سره خپله مینه څرګنده کړه

د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې افسانوې الراونډر لوبغاړي سکندر رضا پاکستان ته له رسېدو سره سم په یوه مرکه کې د پاکستان کریکټ محدود اورېزو لوبو کیپتان بابر اعظم ستاینه کړې ده او له هغه سره یې د خپلې مینې ښکارندوی کړې ده.

د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې دغه ټول چاري لوبغاړي د ۲۰۱۰ م کال نړیوال جام یادونه وکړه، او د نوموړي په تړاو یې په خبرو کې داسې وویل: ((بابر اعظم واقعیاً د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې لپاره ټولو فارمیټونو کې غوره دی.))

دا ماته خوند راکوي چې له ده سره په ورته توګه وینم او د بابر هغه وخت مې یاد دی کله چې دا ۱۶ کلن وه او د نولس کلنو په نړیوال جام کې یې ښه تګلاره پیل کړې وه او له هغه وخت راهیسې ده دا اږوده تګلاره غوره کړې ده.

نوموړي همدغه راز د پاکستان کریکټ بورډ له تګلارو څخه هم ستاینه وکړه او د هر څه لپاره یې له پاکستاني وګړو څخه مننه وکړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې