افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

راشد ارمان دټول آی پي ایل بهترینه توپ اچونه ترسره کړه

د هندوستان په تجارتي سیالیو کې نن د سنریزر حیدر اباد او ډهلي کيپټلز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه په یاده لوبه کې لومړۍ توپ وهنه حیدر اباد لوبډلې وکړه او ۲۱۹ منډې یې جوړي کړي.

د سنریز لپاره ورید من سها ۸۷ او ډيویډ وارنر بیا ۶۶ منډې ترلاسه کړي.

ډهلي لوبډلې په خپل بهترینه بیټینګ لاین ونشو کولای یاد هدف ترلاسه کړي او لوبه یې په یو ستر مارجن حیدر اباد ته وبایلله.

د حیدر اباد لپاره په توپ اچونه کې راشد خان ارمان ترټولو غوره توپ اچونه ترسره کړه نوموړي د ډهلي درې لوبغاړي شيمرن هیټماير، اکسرپټيل، او اجینکا ریحاني له خپلې مخې پورته کړل او یوازي په څلور اورونو کې ۷ منډې ورکړي، د نوموړي دا ډول توپ اچونه د آی پي ایل په تاریخ کې ترټولو بهترینه ځکه وه چې هم یې په ښه ایکانومۍ او ترڅنګ درې ویکټې هم واخیستي.

د یادولو وړ ده چې د حیدر اباد لپاره دې لوبې هيڅ کومه ګټه نه درلوده خو پر همدغه لوبه بیا ډهلي لوبډلې ځان پلی اف لوبو ته د لومړي ځل لپاره ویستلی شو، سبا ماښام شپږ بجې او ۳۰ دقيقې به بنګلور لوبډله ممبي انډینز لوبډلې پروړاندې خپل بخت وازمایي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې