لیګونه

د IPL ننۍ لوبه: راشد خان اړوند سنراېزر حېدراباد لوبډله د ډیلي کپټلز پر وړاندې مېدان ته ښکته کېږي

د هند تجارتې کریکټ لوبې چې د تیرې مارچ میاشتې راهیسې پیل شوې دي او د راتلونکې نومبر لسمې نیټې پورې به دوام ومومي، نن به په دې لیګ کې د راشد خان اړوند سنراېزر حېدراباد لوبډله له ډیلي کپټلز لوبډلې سره په ۴۷ مه سیالۍ یا لوبه کې مخامخ شي. 

دا لوبه به د دوبۍ په نړیوال کریکټ لوبغالي یا ګراونډ کې پیل شي، باید وویل شي چې دا سیالۍ به د افغانستان پر وخت شاو خوا ۶:۳۰ بجې پیل شي چې مینه وال به یې په افغانستان کې د ار ټي ای (ملي سپورټ) تلویزون څخه په ژوندۍ بڼه ننداره کړي. 

ډیلي کپټلز د نومرو په جدول کې اوس مهال دویم نمبر کې ده او سنراېزر حېدراباد لوبډله بیا د نومرو په جدول کې اووم مقام لري. ډیلي کپټلز ۷ لوبې په خپلې بریا سره پاېته رسولې دي او ۱۴ نومرې لري، مګر سنراېزر حېدراباد لوبډلې بیا په ۱۱ لوبو کې یواځې ۴ سیالۍ ګټلې دي او د نومرو په جدول کې اته نومرې لري. 

د یادونې وړ ده چې د راشد خان اړوند سنراېزر حېدراباد لوبډله درې لوبې لري چې ترڅو ۱۴ سیالۍ بشپړې کړې، له ډيلي کاپيټلز وروسته به حېدراباد لوبډله له رائل چېلنجرز بېنګلور او ممبۍ انډيانز سره مخامخ شي، که چیرې په درې واړه لوبو کې یې په پرله پسې ډول برياوې خپلې کړې، نو د مخکې تګ چانس يې شته دی. 

په ورته مهال د سنراېزر حېدراباد لوبډلې مهم توپ وهوونکی کين ویلیمسن هم د ټپونو له کبله کړېږي او تر اوسه پورې دا معلومه نه ده چې ایا نوموړی به نن لوبه کې ولوبېږي. بل لوري ته افغان الراونډر لوبغاړي محمد نبي ته هم احتمالي چانس شته چې د حېدراباد لپاره ولوبېږي. 

لیکنه: عزیز ځواک

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې