افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د مجیب سره لغوه شوی کنټرک بیا امضا شو

د استرالیا په بیګ باش لیګ کې د دوه افغان لوبغاړو محمد نبي عیسی خيل او راشد ارمان وروسته مجیب الرحمن دریم لوبغاړی شو چې لغوه شوی قرارداد ورسره بیرته لاسلیک کړی شو.

برسبین هیټ لوبډلې اعلان وکړ چې سږکال به په لسم پړاو کې یو ځل بیا افغان لوبغاړي مجیب الرحمن ته په لوبډله کې د لوبیدو چانس ورکړي، د یادولو وړده چې څو میاشتې وړاندې د کرونا په شدید ماحول کې د درې افغان لوبغاړو مجیب، قیس، او محمد نبي سره کړي قراردادونه لغوه اعلان شو خو تیره اونۍ د نبي سره او اوس د مجیب الرحمن سره تړونونه د بیا لپاره لاسلیک کړی شو.

دا لانده روښانه چې د دوه نورو لوبغاړو قیس او ظاهر خان سره به لوبډلې بیا قرارداد وکړي کنه؟ د وروستیو معلوماتو پر اساس د قیس احمد پرځای یو بل بهرنی لوبغاړی اخیستل شوی خو د ظاهر د اخیستو او نه اخیستو په اړه هېڅ ډول معلومات نشته.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې