دلوبغاړو په اړهلیګونه

د رسل په ګډون پنځو لوبغاړو له لنکا پریمیر لیګ څخه خپل نومونه بیرته اخیستې دي

د لنکا پریمیر لیګ سیالیو ډرافټ مراسیم چې څه موده وړاندې ترسره شول او د ګڼو داخلي او بهرني لوبغاړو په پیرلو سره پایته ورسېدل. اوس تازه پنځو بهرني لوبغاړو له یاد لیګ څخه خپل نومونه بیرته اخیستې دي او په نوموړي لیګ کې له لوبېدو څخه یې انکار کړی دی. 

د یادو پنځو لوبغاړو له ډلې څخه د وېسټ انډېز هېواد مشهوره الراونډر لوبغاړی انډر رسل، د جنوبي افریقا فاف ډوپلیسس، هندي لوبغاړی منویندر بُیسلا، افریقایي ډوېډ مېلر او ډوېډ مېلان هم خپل نومونه اخیستې دي. 

د مشهوره ورزشي رسنیو د راپورنو په حواله ډوپلیسس، مېلر او مېلان له دې امله خپل نومونه له لنکا پریمیر لیګ څخه اخیستې دي چې دوی به د انګلینډ پر وړاندې راتلونکوو لوبو ته چمتوالی ونیسې. 

رسل بیا له دې کبله خپل نوم اخیستی دی، چې هغه د ټپونو له امله نشي کولی په دې ټورنامنټ کې ولوبېږي. د یادونې وړ ده چې د سریلانکا په دغه ستر تجارتې کریکټ لوبو کې د سلمان خان کوچنې ورور سهیل خان د کینډې ټکسرز په نوم لوبډله اخیستې ده. 

د سهیل خان په لوبډله کې د کریس ګیل په څېر ورته افسانوې لوبغاړي شامل دي له ګیل سربیره د انګلینډ تېز بالر لیام پلینکټ، د سریلانکا افسانوې لوبغاړی پرېرا، کوسال منډېس او نووان مندېپ شامل دي. 

له افغانستان څخه بیا حضرت الله ځاځی او نوین الحق اخیستل شوي دي دا سیالۍ به ډېر ژر پیل شي. 

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې