دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د برسبین هیټ لپاره بد خبر

په پام کې ده چې د استرالیا سوداګریز لیګ د اډیلیډ سټریکرز او میلبورین رینګیډز په لوبه د ډیسمبر میاشتې په دريمه نيټه پيل شي د دې لیګ لپاره د کرونا په سخت ماحول کې لوبډلو د ځنیو بهرنیو لوبغاړو سره کړي تړونونه لغوه اعلان کړل.

اوس یې بیرته لوبډلې هسي کوي چې د ځان لپاه د نړۍ غوره لوبغاړي واخلې او تړون ورسره لاسلیک کړي.

په دې لوبډلو کې یو هم برسبین هیټ لوبډله ده چې افغان لوبغاړی مجیب الرحمن به یې په ګټه ولوبیږي خو د دوی لپاره خواشینونکی خبر دا دی چې د نړۍ مخکښ توپ وهونکی ای بي ډي ویلیرز، نن اعلان وکړ چې د برسبین هیټ په ګټه ځکه نه لوبیږي چې د خپل دریم راتلونکی ماشوم په تمه پاتې کیږي، او د دې ترڅنګ یې د نه لوبیدو یو لامل داهم وښوده چې د کرونا له ویرې نشي کولای د دې لیګ په لسم فصل کې د برسبین لوبډلې په ګټه ولوبیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې