دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د استرالیا پر وړاندې د کيل راهول اخيستل او د پخونیو لوبغاړو نیوکې

پرون هندوستان کرکټ ملي لوبډلې داسترالیا لوبډلې خلاف د شل اوریزو پنځوس اوریزو او ټيسټ لوبو لپاره سکواډونه اعلان کړل چې پکې په ټيسټ سیریز کې د چټک اوپنر کيل راهول نوم هم ولیدل شو.

د لته د کرکټ مشهوره پخواني لوبغاړي بیا په دې اند دي چې د کیل راهول په ټیسټ لوبو کې اخیستل د خوښۍ وړ خبره نده، سنجی منجریکر د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې یو د پخوانیو لوبغاړو څخه دی چې اوس مهال د کرکټ یو غوره تبصره کوونکی دی، سنجی وایي،، بورډ د آی پي ایل لوبو ته په کتو هغه ته چانس ورکړی، بورډ چې کوم لوبغاړي د آی پي ایل څخه غوره کړي دا یې د هندي مینوالو لپاره بد مثالونه دي، تاسو د راهول وروستیو ټیسټ لوبو ته نظر واچوئ هغه په پنځو لوبو کې هیڅ کومه ښه توپ وهنه ونکړه، داډول انتخاب به د کيل راهول په کرکټ بد تاثیر وغورځوي، مګر اوس راځئ وګورو چې کیل راهول د دې چانس څخه کومه ګټه اخلي مونږ ورته د بریالیتوب غوښتنه کاوو،،

د یادولو ده چې هندوستان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې میاشتې په ۱۳ نيټه د متحد عربي اماراتو څخه د استرالیا سیډني ښار ته سفر وکړي او هلته به د لس ورځني قرنطین وروسته د نومبر په ۲۷ نيټه خپله لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې