دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ګنګولي : هندوستان کرکټ ملي لوبډله به د متحد عربي اماراتو څخه استرالیا ته سفر وکړي

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی افسانوي کرکټر او د بي سي سي آی کميټې مشر سارو ګنګولي ویلي، هندوستان کرکټ ملي لوبډله به هند ته نه راځي او مستقیماً به له متحد عربي اماراتو څخه د استرالیا سډني ښار ته سفر وکړي.

استرالیا کرکټ بورډ هندوستان کرکټ بورډ ته یو خط استولی و چې پکې د دې اوږد سیریز یاده هم شوې وه، په دې سیریز کې چې د استرالیا په کوربتوب ترسره کیږي شل اوریزه پنځوس اوریزه او ټيسټ لوبې شاملي دي.

د یادلو وړه ده چې نن د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د ټيسټ دوه مخکښ لوبغاړي چیتیشور پوجارا، او هنوما ویهاري، متحد عربي اماراتو ته راورسیدل او د دوی د راتګ موخه داده چې له همدې ځای د لوبډلې سره یوځای استرالیا هیواد ته سفر وکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې