دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

پنجاب له خطرناکو لارو دوهم پړوا ته د وتلو کوښښ کوي

نن شپه د هندوستان په تجارتي لیګ کې کینګز الیون پنجاب لوبډلې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې پر وړاندې خپل بخت وازمایلو، د دې لوبې ټاس پنجاب لوبډلې وګټه او د توپ وهنې بلنه یې مقابلي لوبډلې ته ورکړه.

کلکتې لوبډلې په ټاکلي شل اورونو کې ۱۴۹ منډې جوړي کړي او د ۱۵۰ منډو هدف یې پنجاب لوبډلې ته کيښود، پنجاب لوبډلې ټاکلی هدف په ډېرې اسانۍ سره د مندیپ او کریس ګيل د نېمه سلیزو پرمټ پوره کړ.

دا د هندوستان په سوداګریزو لوبو کې د پنجاب شپږمه بریا وه چې ترلاسه کوي که دوی په روان لیګ کې خپلې دوه راتلونکې نورې لوبې وګټې نو پرته له شکه پلی اف لوبو ته لار پیدا کولی شي، د یادولو وړه ده چې سبا ماښام به په دې لیګ کې ډهلي کيپټلز لوبډله د سنریزر حیدر اباد لوبډلې پروړاندې ولوبیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې