دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مشهوره لوبغاړی روهیت شرما د استرالیا د سفر څخه بی برخې شو

هندوستان کرکټ ملي لوبډلې اعلان وکړ چې روهیت شرما به د استرالیا په سفر کې د دوی د لوبډلې ملګری نه وي، هندوستان کرکټ بورډ د درې واړو فارمټونو شل اوریزو پنځوس اوریزو او ټيسټ لوبو لپاره خپل سکواډونه اعلان کړل چې پکې د روهیت شرما نوم ونه لیدل شو.

د دې ترڅنګ د لومړي ځل لپاره وارون چکروارتي ته په شل اوریزو لوبو کې د استرالیا پروړاندې چانس ورکول شو، همداشان چټک توپ اچونکی نودیپ سیني بیا په پنځوس اوریزه سکواډ کې ولیدل شو.

هندوستان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې میاشتې په ۱۱ نيټه د متحد عربي اماراتو څخه ډاریک د استرالیا سیډني ښار ته سفر وکړي، د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه د نومبر میاشتې په ۲۷ نيټه پيل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې