دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شهباز ندیم کرکټ ته د راتګ یوه نا اشنا کيسه لري

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې مسلمان لوبغاړیي شهاز ندیم نن په یوه مرکه کې ویلي چې د څو کلن انتظار وروسته د یوټیسټ لوبې لپاره لوبډلې ته راستون شو.

شهباز ندیم ویلي،، هند لوبډله د ټيسټ لوبو لپاره جنوبي افریقا هیواد ته په سفر لاړه،دوه ټيسټ لوبې وکړي له هغه وروسته د سپین بالینګ لیکه ډېره کمزوری شوه، دې وخت کې پنځلس کاله زما د کرکټ وتلي و چې ماته زنګ راغی موبایل مې ځکه ځواب نکړ چې زه د لمانځه لپاره مسجد ته تللی وم، دوهم زنګ مې ځواب کړ راته وویل شو چې ته باید د دریم ټیسټ لپاره ځان جنوبي افریقا هیواد ته راورسوي،

زه ډېر خوشاله شوم ان فکر مې کوو چې خوب وینم ما خپل ټول وسایل تیار کړ او د هند څخه د جنوبي افریقا په لور روان شوم دلته ماته پنځلس کاله وروسته د یو ټیسټ لوبې موقع راکول شوه چې بیا هم ورته د خوشالۍ نه په جامو کې نه ځیدم،کله چې په دریمه ټيسټ لوبه کې ولوبیدم نو ما د جنوبي افریقا درې څلور لوبغاړي وسوځول، زه پوهیدم چې یو ورځ به ختمن ماته چانس راکول کیده ځکه ما به ډېر مهنت کولو ما به چې لوبډلې ته نظر واچولو نو په لوبډله کې به د سپين بالینګ تشه نه لیدل کیدله نو پر همدې اساس مې هم اوږد انتظار وکړ،،

شهاز ندیم ۱۹۸۹ م کال په هندوستان کې زیږدلی او اوس مهال ۳۱ کاله عمر لري، نوموړي خپله لومړۍ ټیسټ لوبه په ۲۰۱۹ م کال کې د جنوبي افریقا پر وړاندې ترسره کړه، ندیم سلو لیګ بریک توپ اچونکی دی چې لاتراوسه یې نه آی پي ایل اونه هم کوم بل لیګ لوبولی او په نړیوال کرکټ یوازي یوځل په ټیسټ کرکټ کې ورته چانس ورکول شوی دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې