لیګونهنړیوال کریکټ

سنجو سمسن : په بیلابیلو میدانونو لوبه کول خورا سخت دي

په هندي آی پي ایل لیګ کې سنجو سمسن چې د راجستان رایلز لوبډلې په ګټه لوبیږي پرون یې د ممبي انډینز پروړاندې شانداره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه.

نوموړي له لوبې وروسته سټار سپورټ سره په مرکه کې ویلي، زه د هرې لوبې لپاره بیلا بیل پلان لرم داچې آی پي ایل په درې لوبغالو ترسره کیږي نو دې لوبغالو سره ځان عادت کول وخت ته اړتیا لري، پر ما د لومړیو لوبو وروسته نیوکې وشوې خو زه بیا هم ښه راستون شوم، هغه زیاتوي که کوم لوبغاړی د مختلیفو لوبغاړو سره لوبيږي نو هغه باید ښه شاټ ولري په لوبغالي کې باید ترډېره پاتې شي، ما د تیرو لوبو څخه په توپیر نن بیا یو ښه اننګز وکړاو په راتلونکې کې هم تمه لرم چې لوبډلې لپاره ښه توپ وهنه وکړم،،

د یادولو ده چې سنجو سمسن د کرکټ یو کلاس لوبغاړی دی او د لوبې په جریان کې بال د ښه مطالعی وروسته له میدان څخه بهر ګوزاروي، نوموړي بیګا شپه د بین سټوکز سره بهترینه د ۱۵۲ منډو ملګرتیا وکړه اولوبډله یې بریا ته ورسوله.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې