افغانستان کریکټ

زرملوال اکاډمي لوبډلې دوهم پړاو ته لاره پیداکړه

له افغانستان کرکټ بورډ سره د ثبت اکاډمیو ترمنځ پیل شویو سیالیو په لسمه لوبه کې زرملوال اکاډمي سیالې ویکټري اکاډمي ته د لسو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د ننۍ سیالۍ پچه زرملوال اکاډمي لوبډلې وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې توپ اچوونه غوره کړه او سیالې ویکټري اکاډمي ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه چې په پایله کې یې ویکټري اکاډمي د ۱۸،۳ اورونو په لوبولو او ټولو لوبغاړو په سوځېدو زرملوال اکاډمي لوبډلې ته د ۸۱ منډو هدف وټاکه.

د ویکټري اکاډمي لپاره په توپوهنه کې یارمحمد ۲۶، امان الله ۱۹ او اسماعیل ۹ منډې تر سره کړې.

د زرملوال اکاډمي توپ اچوونکو له ډلې نثار احمد پنځه، رحمت الله، شاهد الله او عمران یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ورپسې زرملوال اکاډمي د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړه او دلوبې په ۷م اور کې یې یاد هدف پوره او بریا یې خپله کړه.

زرملوال اکاډمي ته په توپوهنه کې عارف خان ۳۹ او صابر ۳۰ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.

د زرملوال کرکټ اکاډمي لوبډلې سلو توپ اچونکی نثار احمد چې د سیالې ویکټري اکاډمي پر وړاندې یې پنځه لوبغاړي سوځولي وه د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دې بریا سره د زرملوال اکاډمي لوبډلې د يادو سیالیو دوهم پړاو ته لاره پیداکړه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې