دلوبغاړو په اړهلیګونه

راهول لاهم په روان آی پیل لیګ د مخکښو توپوهونکو په سر کې دي

د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې او په روان آی پیل لیګ کې د کنګز الیون پنجاب لوبډلې لوبډلمشر کیل راهول په یادو سیالیو کې تر دې دمه پوري تر ټولو ډيري منډي جوړي کړي دي.

راهول د ۵۶۷ منډو په کولو سره د ۲۰۲۰م کال آی پی ایل سیالیو کې تر ټولو مخکښ توپوهونکی دي.

یاد لوبغاړي دا منډي په ۱۱ لوبو کې ترسره کړي دي.

کیل راهول په ۱۱ لوبو کې ۵۶۷ منډي جوي کړي دي، په یوه لوبه کې یې ښه منډي په دې کال کې ۱۳۲ ناسوځېدلي دي، چې په دې کې یوه سلیزه او پنځه یې بیا پنځوسیزي ترسره کړي دي.

راهول په دې سیالیو کې ۴۸ څلوریزي او ۲۰ یې شپږیزي وهلي دي.

د راهول تر څنګ په دوهم ځای کې د ډهلی لوبډلې پیاوړی توپوهونکی شکرداوان شتون هغه په ۱۱ لوبو کې ۴۷۱ منډي جوړي کړي دي.

په دې جدول کې ویرات کوهلی په ۱۱ لوبو کې د ۴۱۵ منډو په جوړولو سره په دريېم ځای کې دي.

همدارنګه پاف ډوپلیسی بیا په ۱۲ سیالیو کې د ۴۰۱ منډو په کولو سره د جدول په څلورم ځای کې قرار لري.

او په پنځم ځای کې بیا د کنګز الیون پنجاب لوبډلې بل مخکښ توپوهونکی منیک اګروال په یاد جدول کې شتون لري.

هغه په ۱۰ لوبو کې تر دې دمه پوري ۳۹۸ منډي جوړي کړي دي.

دا پنځه هغه لوبغاړي دي، چې په روان ۲۰۲۰م کال آی پیل لیک کې یې تر دې دمه پوري تر ټولو ډيري منډي جوړي کړي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې