لیګونهنړیوال کریکټ

د آی پي ایل لیګ د پلی اف لوبو مهالویش اعلان شو

بیګا شپه د دې لوبو لپاره د پلی اف لوبو نيټه اعلان شوه چې پکې به لومړی کوالیفاېر د نومبر په پنځمه، ایلیمینټر لوبه به شپږم د نومبر، دوهم کوالیفاېر د نومبر په اتم، او فاینل لوبه به د نومبر میاشتې په لسمه نيټه په دوبۍ کې ترسره شي.

تراوسه په ټاپ لیول کې ممبي انډینز، ډهلي کيپټلز، او بنګلور هغه لوبډلې دي چې مخکې تګ یې دومره سخت نه لیدل کیږي.

بل پلو بیا چینای او حیدر اباد لوبډله ترډېره بریده زیات چانس نلري چې مخکې تګ وکړي، که کلکته، حیدر اباد،چینای، پنجاب، او یاهم راجستان خپلې پاتې لوبې وګټې نو دوهم پړاو ته تري یوه لوبډله لار پیدا کولای شي.

آی پي ایل د هندوستان هیواد سوداګریز لیګ دی چې ګڼ شمير بهرني لوبغاړي پکې لوبیږي او دا یې دیارلسم پړاو دی چې په متحد عربي اماراتو کې د اتو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې