لیګونهنړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ بورډ د پي ایس ایل پاتي لوبې د لاهور پرځای په کراچۍ کې ترسره کوي

پاکستان کرکټ بورډ تاید کړه چې د پاکستان د سوپر لیګ پاتې د پلی اف لوبې به په کراچۍ کې ترسره کیږي، د دې بورډ اجرایه رییس وسیم خان ویلي،،

مونږ هڅه کوو چې د زیمبابوې سره هم لوبې په راولپينډۍ کې ترسره کړو ځکه په لاهور کې هوا ډېره خرابه ده او مونږ مجبور یو چې د لوبو لپاره مهالویش او لوبغالی بدل کړو،،

پاکستان او زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې به د نومبر میاشتې په ۷ نېټه د سیریز د پیل لوبه ترسره کړي او د دې ترڅنګ به یو د بل پسي خپلې نورې لوبې هم وکړي.

د یادولو ده چې د کرونا د وجې ځنډول شوی لیګ چې پکې یوازي د پلی اف لوبې پاتې دي دا لوبې به د نومبر په ۱۴ تاریخ په کراچۍ کې پیل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې