دلوبغاړو په اړهلیګونه

سندیف شرما په IPL سیالیو کې سل ویکټي پوره کړې

د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې او په آی پی ایل سیالیو کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې پیاوړي تیز توپ اچوونکي سندیف شرما په آی پی ایل سیالیو کې ۱۰۰ ویکټي پوره کړې.

سندیف شرما په تیره لوبه کې، چې د پنجاب پر وړاندي یې ترسره کړه دوې ویکټي واخیستي او شپږم هندی تیز توپ اچوونکی شو، چې سل ویکټي په آی پی ایل سیالیو کې بشپړوي.

هغه دې ریکارډ په خپله ۸۷مه لوبه کې، چې د پنجاب پر وړاندي یې ترسره کړه ورسېد.

دې ریکارډ ته تر دې دمه پوري ۱۵ لوبغاړو ځان رسولي دي، چې له ډلی یې شپږ هندوستانی لوبغاړي دي.

سندیف شرما تر اوسه پوري ۸۷ آی پی ایل سیالۍ ترسره کړي دي، چې په دې لوبو کې یې ۱۰۱ ویکټي اخیستي دي، په یوه لوبه کې یې ډيري ویکټي د ۲۰ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي.

لاسټ ملنګا، امیت مشرا، پویش چاوله، ډیون براوو، هربجن سینګ، بونیشور کومار، رویچندرن ایشواین، سونیل ناراین، یمېش یادوو، یوزندرا چاهال، رویندرا جدیجا، اشیش نیهرا، وینې کومار، ظاهر خان او سندیف شرما هغه پنځلس لوبغاړي دي، چې په آی پی ایل سیالیو کې یې ۱۰۰ ویکټي بشپړي کړي دي.

ملنګا په ۱۲۲ لوبو کې ۱۷۰ ویکټي، مشرا په ۱۵۰ لوبو کې ۱۶۰ ویکټي، چاوله په ۱۶۴ لوبو کې ۱۵۶ ویکټي، براوو په ۱۴۰ لوبو کې ۱۵۳ ویکټي، سینګ په ۱۶۰ لوبو کې ۱۵۰ ویکټي، کومار په ۱۲۱ لوبو کې ۱۳۶ ویکټي او ایشواین په ۱۴۸ لوبو کې ۱۳۳ ویکټي اخیستي دي.

په آی پی ایل سیالیو کې دا هغه پیاوړي تیز توپ اچوونکی دي، چې هر وخت یې د خپلي لوبډلې په ګټه ډیره اقتصادی او پزړه پوري توپ اچونه ترسره کړې ده.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې