دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

روټ د ویلیمسن، سمیت، او کوهلي په اړه مختلف نظرونه ورکړل

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبډلمشر جي روټ په یو کنفرانس کې ویلي چې نوموړی درې لوبغاړو سره ځان نه پرتله کوي.

روټ د هندي ویراټ کوهلي، استرالیایي سټيو سمیت، او نیوزیلینډي کین ویليمسن سره په ځان کې ډېر توپير وویني، هغه وایي دوی درې واړه ښه لوبغاړي دي او د کرکټ په ډګر کې د شل اوریزه، پنځوس اوریزه، او ټيسټ لوبې ځانګړې لوبغاړي دي.

نوموړي د کین ویلیمسن په اړه ویلي، هغه یو ډېر ارام لوبغاړی دی، هغه په ډېر فشار کې درې واړو فارمټونو کې لوبډله ډېره ښه رهبري کوي، هغه د هر ډول ټاکلي هدف پسي ښه مخ ته ځي،

روټ د سمیت په اړه بیا وایي، سمیت یو مشهوره کرکټر دی او د هغه د سترګو دید درښایي چې هغه یو غوره توپ وهونکی دی او منډې په اسانۍ سره جوړولی شي،

بل طرف ته روټ بیا هندي لوبډلمشر ویراټ کوهلي یو له هغه لوبغاړو څخه ګڼي چې په درې واړه فارمټونو کې بهترینه اننګزونه مخ ته وړي،نوموړی یوازینی لوبغاړی دی چې په پنځوس اوریزو لوبو کې د ۵۰ څخه پورته اوریج لري، هغه د پنځوس اوریزو لوبو ترټولو لوړ منډې جوړونکی دی، زه هغه یو بشپړ او غوره لوبغاړی ګڼم ځکه هغه په هره شيبه کې د خپلې لوبډلې لپاره ښه لوبه کوي.

د یادولو وړ ده چې جي روټ هم د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ترټولو نامتو کرکټر دی چې د هر فارمټ لوبه یې جلا خوند لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې