دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د ډيویډ روانه لوبډلمشرې ترنیوکه لاندې ده

د سنریزرحیدر اباد لوبډله چې په آی پي لیګ کې د ځان سره دوه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او راشد خان ارمان لري لایې هم محمد نبي ته په دوهمه لوبه کې چانس نه دی ورکړی دوی ۱۱ لوبې ترسره کړي او څلور یې ګټلي چې تراوسه د مخکې تګ څخه څه ناڅه محرومه لیدل کیږي.


دلته د کرکټ یو شمير مشهوره مبصرین په دې لوبډله نیوکه کوي چې د دوی د بیټینګ وروستی برخه یو غوره الراونډر ته ضرورت لري چې هغه د محمد نبي نه بل ښه څوګ نشي کیدلی خو حیدراباد په مسلسل ډول دې ستونزې ته په کتو بیا هم نبي ته چانس نه ورکوي او دهغه پرځای نور بهرني لوبغاړي لکه کین ویلیمسن او جیسن هولډر لوبوي.

بل طرف ته دا لوبډله لوبغاړي په سم ځای کې نه کاروي چې د ماتو عمده لامل یې ګرځي، د پيل توپ وهونکی جاني بیرسټو هم ترهغه ځایه ښه توپ وهنه نه ترسره کوي چې څومره تري تمه کیدلی شي، د کرکټ تبصره کوونکی په دې اند دي چې په راتلونکو درې واړو لوبو کې باید محمد نبي عیسی خيل ته چانس ورکړي او نوموړی باید له هر کورني لوبغاړي څخه مخکې توپ وهنې ته راوړي.

بیګا شپه حیدر اباد د پنجاب د ۱۲۷ منډو هدف پوره نکړ او سیالي یې سیالې لوبډلې ته په ۱۲ منډو وبایلله چې د دې لوبې وروسته د کرکټ مینوالو او مبصرین د حیدر اباد په لوبډله سختې نیوکې وکړي او د دوی روان مدیرت یې تر ټول ضعیف وباللو.

د یادولو ده چې زیات خلک په ډیویډ وارنر غلطې تبصرې کوي او وایي چې هغه د لوبډلې لپاره نه بلکی د ځان لپاره لوبه کوي ترسره کوي، چې د همدې ستونزې له امله یې لوبډله په سر کې خپل مورال له لاسه ورکوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې