افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

حسن عیسی خيل د خپل پلار په نقش قدم روان دی

افغان کرکټ بورډ څو ورځي وړاندې په مرکز کابل لوبغالي کې د راجستر شوو اکاډومیانو د ۱۶ کلونو څخه د کم عمر لرونکو لوبغاړو ترمنځ شل اوریزه لوبې په لار اچولي چې پکې د محمد نبي عیسی خيل زوی حسن عیسی خېل ترنورو لوبغاړو بهترینه او جلا کرکټ کوي.

حسن د محمد نبي زوی دی چې اوس مهال د خپل پلار په کرکټ اکاډومۍ کې لوبه ترسره کوي، هغه تیره ورځ د راشد ارمان د کاډومۍ د لوبغاړو سره لوبه وکړه چې په توپ وهنه کې ۱۳۱ منډې وکړي ۴۹ توپونه یې ولوبول او ۱۱ شپږیزې پکې ترلاسه کړي.

حسن په دوهمه لوبه کې بیا هم غوره توپ وهنه ترسره کړه نوموړي په ۳۳ بالونو ۷۵ منډې جوړي کړي چې پکې ۵ شپږیزې او ۸ څلوریزي شاملي وي.

حسن عیسی خېل د محمد نبي عیسی خيل زوی دی چې پلار یې د نړۍ مخکښ الراونډر او زوی یې بیا د داخلي کرکټ ترټولو نامتو اننګزونه په اوسنیو حالاتو کې ترسره کوي.

د یادولو ده چې دا لوبې د افغان کرکټ بورډ لخوا تیره اونۍ د راجستر شوو اکاډومیانو ترمنځ په کابل لوبغالي کې پیل شوې وي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې