دلوبغاړو په اړهلیګونه

جیسن رای په BBL کې د پرت سکریچرز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې پیاوړي توپوهونکي جیسن رای په لسم پړاو بیګ باش لیګ کې د پرت سکریچرز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ.

رای هم د یادې لوبډلې سره د پر لاسلیک خوښی څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې سکریچرز لوبډله خورا پیاوړی ښکاري.

د پرت سکریچرز لوبډلې روزونکی زیاته کړه، چې رای د نړۍ په سطحه پیاوړی توپوهونکی دي، د هغه په راتګ سره به نور لوبغاړي هم تجربې لاسته راوړي او موږ د هغه راتګ ته منتظر یو او ښه راغلاست ورته وایو.

رای تر دې دمه پوري د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره پنځه ټيسټ، ۹۳ یو ورځنۍ او ۳۵ یې شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي.

یاد لوبغاړي په پنځو ټیسټ لوبو کې ۱۸۷ منډي کړي په یوه لوبه کې یې ډيري منډي ۷۲ دي، چې په دې یې یوه پنځوسیزه ترسره کړی خو کومه سلیزه یې نده ترسره کړي.

رای د ملې لوبډلې لپاره په ۹۳ یو ورځنیو لوبو کې ۳۴۸۳ منډي کړي، په یوه لوبه کې یې ښه توپوهنه د ۱۸۰ منډو ده، چې په دې کې یې ۱۸ پنځوسیزي او ۹ یې سلیزي وهلي دي.

او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۸۶۰ منډي کړي، چې په یوه لوبه کې یې ۷۸ منډي ښه توپوهنه ده.

په ۳۵ شل اوریزه لوبو کې یې ۵ پنځوسیزي وهلی خو په دې فارمټ کې یې کومه سلیزه نده ترسره کړې.

د پرت سکریچرز لوبډله په لسم پړوا BBL کې:

 میچل مارش لوبډلمشر ، جیسن رای ، کیمرون بینکروپټ ، اشټون اګر ، لیام لیونسټون ، کیمرون ګرین ، آرون حیدر ، جوش لنګلیس ، فواد احمد ، کیمرون ګانون ، جیسن بیراندورف ، میټ کیلي ، جویل پارس ، کرتیس پیټرسن ، انډریو ټی ، سام وایټمن ، جای ریچارډسن ، اشټون ټرنر هغه لوبغاړي دي، چې په لسم پړوا کې به د سکریچرز لوبډلې سره ولوبیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې