نړیوال کریکټ

تابیش خان په ډکو اوښکو له میدان څخه بهر ووته

تابیش خان د پاکستان په کورني کرکټ سیالیو کې نن د پنجاب پر وړاندې د سیند په ګټه پنځه ویکټې ترلاسه کړي، خان د لوبې په جریان کې خپلې اوښکې کنټرول نشوې کړی او په اوښلنو سترګو له میدان څخه ووتلو.

تابیش خان ځکه د لوبې په جریان کې وژړل چې هغه ته به له پنځو ویکټو وروسته هروخت خپل پلار زنګ وهه او هغه به یې  ډېر تشویق کاوه.

نوموړي په جون میاشت کې خپل پلار له لاسه ورکړ او نن یې د هغې ورځي له ارمانه چې د پلار زنګ یې ورته رانغی د ناهیلۍ څخه یې په میدان کې اوښکې توې کړي،د پاکستان کرکټ زیات مینوال او مبصرین بیا په دې اند دي چې تابیش خان باید ملي لوبډلې ته راوستل شي ځکه چې دا یې د پلار غټ ارمان و.

د یادولو ده چې اوس مهال په پاکستان کې د قائداعظم ټرافي لوبې روانې دي چې تابیش خان پکې نن پنځه ویکټې واخیستي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې