دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بین سټوکز د شانداره سلیزې پر مټ راجستان لوبډله بریا ته ورسوله

د هندوستان په تجارتي لیګ کې نن ۴۵ تمه لوبه ترسره شوه، په یاده لوبه کې ممبي لوبډلې د راجستان پر وړاندې لوبه وکړه د دې لوبې ټاس ممبي لوبډلې وګټه او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

دوی په ټاکلي شل اورونو کې ۱۹۵ منډې جوړي کړي چې پکې هردیک پانډیا چټکه نيمه سلیزه جوړه کړه، د ممبي ورکړل شوی هدف راجستان لوبډلې د بین سټوکز په سلیزه او د سنجوسمسن په نيمه سليزه د لوبې په ۱۹ اور کې پوره کړ، سبا ماښام شپږ بجې او ۳۰ دقېقې به کینګز الیون پنجاب لوبډله خپل بخت د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې پروړاندې وازمایي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې