دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

انضمام الحق : پاکستان کرکټ بورډ په لوبډله کې بی اتفاقۍ ته لمن وهي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي انضمام الحق د اجرایه رییس وسیم خان هغه خبرې وغندلي چې نوموړي تيره ورځ په یو رسمي کنفرانس کې کړي وي.

وسیم ویلي و،، د اظهر علي د ټيسټ لوبې لوبډلمشري خوندوره نده او مونږ به د نیوزیلینډ لوبډلې پروړاندې کوم بل لوبډلمشرغوره کړو،

د دې خبر په اوریدو پخواني کرکټر انضمام الحق هېڅ ډول خوښې نده ښودلی او ویلي دي چې دا په زوره د لوبغاړو په منځ کې بی اتفاقۍ ته لمن وهل دي،انضمام په دې نظر دی که چیرته لوبغاړو ته دا ډول اندیښنې ورواچول شي نو هر لوبغاړی به د ځان لپاره لوبه ترسره کړي ترڅو د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشري په غاړه واخلې،په ټیم کې د بدلون پر وخت باید له رسنیو سره مستقيماً خبرې ونشي ځکه دا د لوبغاړو ترمنځ جنجالونه راولاړولی شي،

یاده دې وي چې پاکستان کرکټ بورډ د اظهر علي په لوبډلمشرۍ د سره کتنه کوي او له تراوسه دا نده روښانه شوې چې اظهر به لوبډلمشرۍ څخه لري شي اوکنه؟

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې