افغانستان کریکټ

IPL: چینای لوبډله له مخکې تګ څخه پاتې شوه

د هندوستان په غوره لیګ آی پی ایل سیالیو کې تیره ماښام چینای سوپر کنګز د ممبی انډينز کرکټ لوبډلې پروړاندي لوبېده، چې د ممبی د لسو ویکټو په توپیر چینای ته ماتې ورکړه.

د پرونۍ لوبې له ماتې سره سم د چینای لوبډله له روانو سیالیو څخه بهر شوه او نور نسی کولای دوهم پړاو ته لاره پیداکړي.

په یاده لوبه کې لومړی توپوهنه د چینای لوبډلې وکړه دې لوبډلې ډیر خراب پیل وکړ، چینای په ټاکلو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۴ منډي وکړی او د ممبی لوبډلې ته یې د ۱۱۵ منډو کم هدف وټاکې.

د چینای لپاره ډیري منډي ۵۲ سیم کرن ترسره کړې او لوبډله یې د ډيرو کمو منډو څخه وژغورل.

د توپ اچونه کې ټرینټ بولټ۴، راهول چاهار او جسپریټ بومرا دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

د همې پاڼي له پیل سره سم ممبی ښه توپوهنه پیل کړه، دې لوبډلې په ۱۲.۲ اور کې د هیڅ کوم لوبغاړي په سوځېدو سره د ۱۱۵ منډو هدف پوره کړ او په دې سره یې د لسو ویکټو په توپیر چینای ته ماتې ورکړه.

د ممبی لپاره دوو د پیلز لوبغاړو ایشانټ کیشن او کویټن ډيکاک ښه توپوهنه ترسره کړه او لوبډله یې په بریا ونازوله.

کیشن په ۳۷ توپونو باندي ۶۸ ناسوځېدلي او ډيکاک بیا په ۳۷ توپونو باندي ۴۶ ناسوځېدلي منډي وکړی.

د پرونۍ لوبې غوره لوبغاړی د ممبی لوبډلې څخه ټرینټ بولټ وټاکل شو، چې د خپلي لوبډلې لپاره یې ۴ ویکټي ترلاسه کړي وي.

د ممبی په دې بریا سره چینای نور له یاد لیګ څخه سښ کال مخه ښه وکړه.

چینای لوبډلې تر دې دمه پوري ۱۱ لوبې ترسره کړي دي، چې په دې کې یې ۳ ګټلي او اته یې بیا باللي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې