لیګونه

کلکتې د ۵۹ منډو په توپیر ډهلي ته ماتې ورکړه

د هندوستان په غوره لیګ سیالیوکې نن ماسپښين ککلته نایټرایډرز لوبډله د ډهلي کپټلز لوبډلې پر وړاندي د میدان ډګر ته کښته شوه، چې کلکتی د ۵۹ مندو په توپیر بریا خپله کړه.

د ننۍ لوبې پچه د ډهلي لوبډلې لوبډلمشر سیریش ایر وګټله او لومړی یې د توپ اچونی پریکړه وکه.

کلکتې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۴ منډي وکړې او د ډهلي لوبډلې ته یې د ۱۹۵ منډو هدف وټاکې.

د کلکتې لوبډلې ته په توپوهنه کې د نتیش رانا ۸۱، سونیل ناراین ۶۴ او ایون مورګن بیا ۱۷ منډي جوړي کړی.

ډهلي لوبډلې ته انرچ نورتیج، رباډا او مارکیوس سټونس دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

کله چې ډهلي لوبډله د هدف پوره کولو لپاره د میدان ډګرته کښته شوه، دا لوبډله ونه توانېده چې د ۱۹۵ منډو هدف پوره کړی.

دې لوبډلې په ټولو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۵ منډي جوړي کړې او په دې سره یې د ۵۹ منډو په توپیر د کلکتی لوبډلې څخه ماتې وخوړه.

لوبډلمشر سیریش ایر ۴۷، ریشب پنټ ۲۷ او رویچندرن ایشواین بیا ۱۷ منډي د ډهلی لپاره جوړي کړې.

بلخوا د کلکتې لپاره په توپ اچونه کې واریون شکروارتی ډیره پزړه پوري توپ اچونه ترسره کړه یاد لوبغاړي د ډهلی ۵ لوبغاړي وسوځول او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د دې ترڅنګ پټ کمنز ۳ او لوکی پروګسن بیا یو لوبغاړی وسوځول.

د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی د کلکتې لوبډلې څخه واریون شکروارتی وټاکل شو چې د خپلي لوبډلې لپاره یې پنځه لوبغاړي  وسوځول.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې