لیګونه

په ښځینه بیګ باش لیګ کې د توکمپالنې پر ضد غږ پورته کېږي

راپور: محمدشبیرحسنزی

  د بیګ باش په ښځینه ستر سوداګرېز کریکټ لیګ کې به د توکمپالنې پر وړاندې ښځینه کریکټ لوبغاړي خپل غږونه پورته کړي او د توکمپالنې پر ضد به خپل غږونه پورته کړي، دا معلومات د شنبې په ورځ د اسټرالیا کریکټ ټکي کام وېبپاڼې خپاره کړل. 

د یادونې وړ ده چې وېسټ انډېز نارینه کریکټ لوبغاړو هم د انګلیستان نارینه کریکټ لوبډلې سره د سیالۍ پر مهال د توکمپالنې پر ضد خپل غږ پورته کړ. چې ورسره په دې برخه کې انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې هم برخه واخیسته. 

د یادې وېبپاڼې د راپور پر بنسټ چې په ښځینه بیګ باش لیګ کې به هم د توکمپالنې ضد غږ پورته شي او د توکمپالنې پر وړاندې به بیګ باش لیګ کې لوبیدونکي ښځینه لوبغاړې به په کلکه مبارزه وکړي.

د راپورنو له مخې چې دا غږ به په ګډه د دواړو لوبډلو له لوري د سیالۍ له پیلیدو وړاندې ترسره شي. 

دا لوبې به سبا یکشنبه د اسټرالیا په ستر سیډنې ښار کې پیل شي، چې به په کې ټولټال ۵۹ سیالۍ ترسره شي. دا لیګ د نړۍ یو له مشهورو لیګونو څخه دی. 

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې