دلوبغاړو په اړهلیګونه

پنجاب د حېدراباد خلاف توپ وهنه کوي، خو دا کلیدي توپ وهوونکی یې نن نه لوبېږي

د هند ستر سوداګرېز کریکټ لیګ سیالیو پر دوام ۴۳ مه لوبه کې نن پنجاب لوبډله له سنراېزر حېدراباد لوبډلې سره مخامخ کېږي، چې د لوبې پچه ویشتل شوي ده او ټاس سنراېزر حېدراباد کریکټ لوبډلې ګټلی دی چې لومړی یې د بالېنګ انتخاب کړی دی. 

د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ دا سیالۍ د دوبۍ په نړیوال کریکټ لوبغالي کې جریان لري، مګر د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې افسانوې توپ وهوونکی میانګ اګروال په ننۍ لوبه کې د ټپ له امله شتون نه لري او پر ځای لوبډله کې منډیپ سینګ اخیستل شوی دی. 

د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ مخکې هم په روانو آی پي ایل سیالیو کې یوه سیالۍ ترسره شوې وه چې حېدراباد لوبډلې د ۶۹ منډو په توپېر ماتې ورکړه، پنجاب لوبډلې له اوو سیالیو څخه څلور ګټلي دي او حېدراباد لوبډلې بیا له اتو څخه پنځه ګټلي دي او درې یې بیا بایللي دي. 

د دواړو لوبډلو نن ورځې نوملړونه: 

کېنګز الیون پنجاب: کيل راهول (کیپتان او ویکټ کیپر) ، کریس ګیل ، نیکولس پوران ، ګلېن میکسویل ، مندیپ سینګ ، دیپک هوډا ، مورګان اشون ، کریس اردن ، محمد شامي ، روی بشنوئي ، ارشید سینګ. 

سنرایزرز حیدرآباد: ډیویډ وارنر (کیپتان) ، جاني بیریسټو (ویکټ کیپر) ، منیش پانډي ، وجای شنکر ، پریم ګارګ ، عبدالصمد ، جیسن هولډر ، راشد خان ، خلیل احمد ، سنډیپ شرما ، ټي نټراجن.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې