افغانستان کریکټ

نبي اکاډمۍ سټار اکاډمۍ ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه

له افغانستان کرکټ بورډ سره د ثبت اکاډمیو ترمنځ د پیل شویو لوبو د څلورمې ورځ په لومړۍ لوبه کې د نبي کرکټ اکاډمۍ لوبډلې سیالې سټار لوبډلې ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د لوبې بریا یې خپله کړه.

په پیل کې د سټار لوبډلې د لوبې پچه وګټله چې لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۱ منډې جوړې کړې.

د سټار لوبډلې لپاره په توپوهنه کې زبیر خان ۴۴، ظاهر خان ۳۸ او احسان الله ۱۳ منډې ترلاسه کړې.

په داسې حال کې چې د نبي اکاډمي د توپ اچوونکو له ډلې شمس خان ۳، رحیم الله ۲، عابد، احمد یاسر او محمد حمید یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ورپسې د نبي اکاډمي لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې د لوبې په ۱۱م اور کې یې د دوه ویکټو په سوځېدو سره یاد هدف پوره او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د نبي اکاډومۍ لپاره حسن زېاتې ۷۵، عثمان ۱۶ او حسیب الله ۱۰ منډې جوړې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د سټار اکاډومۍ لوبډلې لپاره یوازې نصیر خان یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه حسن ته ورکړل شوه چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۷۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې