افغانستان کریکټ

سبا یکشنبه د کریکټ بورډ مخې ته د فرهان یوسفري ضد لاریون ترسره کېږي

سبا یکشنبه د اکتوبر په ۲۵ مه نېټه د افغانستان کریکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزي پر ضد پراخ لاریون د افغانستان کریکټ بورډ مخې ته ترسره کېږي، چې ویل کېږي لاریونوال به د فرهان یوسفزې د لرې کېدو او د میلیون جام ترسره کېدو غوښتنې وکړي. 

له دې وړاندې بيا څو ورځې مخکې په خوست ولايت کې د کریکټ بورډ او فرهان يوسفزي پر ضد پراخ لاريون ترسره شوى وه، چې خلکو پکې د ميليون جام په خپل وخت ترسره کېدو غوښتنه کړې وه او ددې ترڅنګ یې له ولسمشر څخه غوښتنه کړې وه چې فرهان يوسفزى دې محاکمه شي. 

د راپورنو له مخې چې دا لاریون به سبا سهار شاو خوا نهه بجې په پلازمینه کابل کې د افغانستان کریکټ بورډ مخې ته پیل شي او له افغان کریکټ بورډ څخه به وغوښتل شي چې میلیون جام ته د ترسره کېدو اجازه ورکړي. هېره دې نه وې چې د میلیون مشري سږ کال د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شاپور ځدران پر غاړه ده. 

د میلیون جام مسؤلین وایي، چې دا جام به ترسره کېږي او د کریکټ نړیوالې شورا له لوري چې کوم قوانین لیګونو او شل اورېز فارمیټ ته ټاکل شوې دي ټول به په پام کې نیول کېږي. 

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې