افغانستان کریکټ

نیوزلینډي مینوال کولایسي چې خپل لوبغاړي له نژدې تشویق کړي

 تازه د نیوزلینډ کرکټ بورډ ټولو مینوالو ته دا اجازه ورکړه، چې خپل لوبغاړي په لوبغالی کې له نژدې تشویق کړي.

تر کرونا ويروس وروسته د کريکټ ټولې لوبې د مينوالو په نه شتون کې د بندو دروازو ترشا پيل سوې چې لاهم په همدې حالت کې دوام لري.

خو د نيوزلینډ کريکټ بورډ پرخپلې ټويټر پاڼې ليکلې چې د کريکټ مينوال کولای سي د راتلونکو لوبو لپاره چې د ويسټ انډيز او پاکستان سره ترسره کېږي، ټيکټونه واخلئ.

ټاکل شوې ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډله د دریېو شل اوریزه او دوو ټيسټ لوبو لپاره نیوزلینډ هیواد ته سفر وکړې.

د دې لوبو لپاره ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې خپل لوبغاړي هم انتخاب کړی.

د یادو لوبو په لړ کې به لومړی د شل اوریزه لوبو لوبلړۍ او ورپسي به د ټيسټ لوبو لوبلړۍ ترسره شي.

لومړۍ شل اوریزه لوبه د نومبر میاشتې په ۲۷مه نیټه، دوهمه شل اوریزه لوبه د نومبر میاشتې په ۲۹مه نیټه او دریېمه شل اوریزه لوبه د همدې میاشتې په ۳۰مه نیټه ترسره کیږي.

له شل اوریزه لوبو ورسته دا دوه هیوادونه د ټيسټ لوبو لړي ترسره کوي، چې لومړۍ ټیسټ لوبه د ډیسمبر میاشتې له ۳مې څخه تر ۷مې نیټي پوري ترسره کیږي او دوهمه ټیسټ لوبه یا د لوبلړۍ ورستۍ لوبه د ۱۱مې نیټي څخه بیا تر ۱۵مې نیټي پوري ترسره کړي.

له دې لوبو وروسته به نیوزلینډ کرکټ ملې لوبډله د پاکستان سره درې شل ارویزه او دوې بیا ټيسټ لوبې ترسره کوي.

لومړۍ شل اوریزه لوبه د ډیسمبر میاشتې په ۱۸مه نیټه، دوهمه شل اوریزه لوبه د ډيسمبر میاشتې په ۲۰مه نیټه او دریېمه شل اوریزه لوبه بیا د ډيسمبر میاشتې په ۲۲مه نیټه ترسره کیږي.

او له هغه وروسته به د ټيسټ لوبو لوبلړۍ پیل شي، لومړۍ ټیسټ لوبه د ډیسمبر میاشتې له ۲۶مې څخه بیا تر ۳۰مې نیټي پوري او دوهمه ټیسټ لوبه د د جنوری میاشتې له دریېمې بیا تر اوومې نیټي پوري ترسره کیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې