افغانستان کریکټ

حیدراباد لوبډلې په اتو ویکټو راجیستان ته ماتې ورکړه

د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې تیرماښام ۴۰مه لوبه کې سنرایزر حیدراباد لوبډله د رجیستان رویال پروړاندي د میدان ډګر ته کښته شوه، چې حیدراباد داتو ویکټو په توپیر سیالي وګټل.

د ویجی شنکر او منش پانډی د ۱۳۵ منډو ملګرتیا پرمټ حیدراباد په برونۍ لوبه کې بریا خپله کړه او د جدول د اوم ځای څخه پنځم ځای ته پورته شوه.

د پیاده لوبه کې پچه د حیدراباد لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونی پریکړه وکړه.

راجیستان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۴ منډي وکړې او د حیدراباد لوبډلې ته یې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکې.

راجیستان ته په توپوهنه کې سنجو  سامسون ۳۶ منډي، بین سوټوکس ۳۰ منډي او ریان پرګ بیا ۲۰ منډي جوړي کړی.

حیدراباد ته بیا په توپ اچونه کې جیسن هولډر ۳، ویجی شنکر او راشدخان یو-یو لوبغاړی وسوځول.

د دوهمې پاڼي له پیل سره سم حیدراباد لوبډلې ښه توپوهنه پیل کړه، دې لوبډلې په ۱۸.۱ اور کې د راجیستان له لوري د ۱۵۵ منډو ورکړل شوې هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړه او په دې سره یې د اتو ویکټو په توپیر راجیستا ته ماتې ورکړه.

د حیدراباد لوبډلې لپاره  منش پانډی ۸۳ ناسوځېدلي او ویجی شنکر بیا ۵۲ ناسوځېدلي منډي ترسره کړې او حیدراباد ته یې بریا ورپه برخه کړه.

جوپر ارچر یوازنی لوبغاړی چې پرون یې د راجیستان لپاره دوه لوبغاړي وسوځول.

د پرونۍ لوبې غوره لوبغاړی د حیدراباد لوبډلې څخه منش پانډی وټاکل شو، چې د  خپلي لوبډلې لپاره یې په ۴۷ توپونو باندي ۸۳ ناسوځېدلي منډي جوړ کړی.

اوس حیدراباد لوبډله د اتو نمرو په درلودلو سره د جدول په پنځم ځای کې شتون لري. دې لوبډلې ټولي لس لوبې ترسره کړي دي، چې په ۶ یې بایللي دي او ۴ یې بیا ګټلي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې