دلوبغاړو په اړه

اظهر علي ښایې د نیوزیلینډ سفر څخه دمخه لوبډلمشرۍ څخه لرې شي

د راپورنو پر بنسټ چې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې ټېسټ کریکټ فارمیټ لوبډلمشر اظهر علي ښايې د نیوزیلینډ سفر څخه وړاندې له لوبډلمشرۍ څخه ګوښه کړای شي او تمه ده چې پر ځای به یې د محدود اورنو کیپتان بابر اعظم او یا هم محمد رضوان وټاکل شي. 

محمد رضوان د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې یو افسانوې لوبغاړی دی او د یادې لوبډلې لپاره یې ۸۱ ټېسټ لوبې ترسره کړې دي چې په ټېسټ کریکټ کې خورا تجربه لرونکی لوبغاړی دی. 

د سرچینو پر وېنا چې د پاکستان کریکټ بورډ غواړي اظهر علي له لوبډلمشرۍ لرې کړي او پر ځای یې بل کلیدي لوبغاړي لوبډلمشر وټاکې. د یادونې وړ ده چې اظهر علي تېر کال په اکتوبر میاشت کې د سرفراز احمد پر ځای د ټېسټ فارمیټ کیپتان وټاکل شو. 

سرچینې وایي، چې محمد رضوان او بابر اعظم هغه ده لوبغاړي دي چې د اظهر علي قوي بدیل دي او تمه ده چې له دغو دواړه لوبغاړو څخه یو د نوموړي پر ځای لوبډلمشر وټاکل شي.   

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې